د ملي دفاع سرپرست وزير، په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان او د كورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال د امنيتي حالت د څېړلو په هدف هرات ته سفر وكړ.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، اسدالله خالد، جنرال سكاټ ميلر او جنرال خوشحال سادات تېره ورځ له غرمې وروسته هرات ته داخل شول.
د سرچينې په خبره، يادو لوړپوړو امنيتي چارواكو د هرات له والي او د دې ولايت له امنيتي او دفاعي مسوولينو سره وكتل او د هغوى امنيتي راپورونه يې وڅېړل.
په خبرپاڼه كې راغلي، د دغې ليدنې په مهال د هرات د امنيتي حالت د ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وشوې.
د ملي دفاع وزارت وايي، اسدالله خالد، جنرال سكاټ ميلر او جنرال خوشحال سادات پرون سهار فراه ته هم لاړل، ترڅو د دې ولايت امنيتي وضعيت وڅېړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د هېواد د لوېديځو ولايتونو په ځانګړې توګه د فراه او غور امنيتي وضعيت خراب شوى او وسله وال طالبان په كې هره ورځ پر امنيتي سرتېرو بريدونه كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


