ads

كرزى د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو د ورو بهير په اړه اندېښمن دى

مخكېنى جمهور رئيس حامد كرزى د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو پر ورو بهير اندېښنه څرګندوي او وايي، دا كار د نورو افغانانو د اندېښنې سبب هم شوى دى. هغه په خپله تازه مركه كې په هېواد كې د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو غوښتي، چې جګړه ودروي او د سولې بهير چټك […]

نویسنده: hewadpal
21 غبرګولی 1398
كرزى د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو د ورو بهير په اړه اندېښمن دى

مخكېنى جمهور رئيس حامد كرزى د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو پر ورو بهير اندېښنه څرګندوي او وايي، دا كار د نورو افغانانو د اندېښنې سبب هم شوى دى.
هغه په خپله تازه مركه كې په هېواد كې د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو غوښتي، چې جګړه ودروي او د سولې بهير چټك كړي.
كرزى هيله څرګندوي، چې امريكا د افغانستان د سولې په برخه كې صادقانه چلند وكړي او د افغانانو له غږ، هيلې او اړتيا ناوړه ګټه پورته نه كړي.
دى زياتوي، امريكايي ځواكونو د سولې له خبرو سره هممهاله د افغانستان پر خلكو او كورونو خپلو بريدونو ته زور وركړى، چې دا موضوع سبب شوې، ترڅو په افغان سولې بهير كې د واشنګټن د ريښتينولۍ په اړه د افغانانو شك زيات شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل سفر په دوام اوسمهال په كابل كې دى او د راپورونو له مخې، په راتلونكو څو ورځو كې به د قطر په پايتخت دوحه كې يو ځل بيا د طالبانو له استازو سره وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA