وسله والو طالبانو د افغان حكومت له لوري د دوى د بنديانو د خوشې كولو هركلى كړى او هيله يې څرګنده كړې، چې دا لړۍ دوام پيدا كړي.
طالبانو نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، له پلچرخي، بګرام او نورو زندانونو د طالب بنديانو د خوشې كولو بهير د دوشنبې په ورځ پيل شو.
د سرچينې په خبره، د ۸۸۷ خوشې كېدونكو بنديانو له جملې ۲۶۱ تنه يې طالبان او پاتې نور يې بې ګناه كسان دي، چې افغان او امريكايي ځواكونو د عملياتو په مهال د غلطو راپورونو پر بنسټ نيولي وو.
د طالبانو په خبرپاڼه كې راغلي، دوى له زنداني افغان سرتېرو سره ښه چلند كوي او په ځينو مواردو كې يې نيول شوي امنيتي سرتېري خوشې كړي هم دي.
بايد وويل شي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د كوچني اختر په مناسبت د نېږدې ۹۰۰ بنديانو د بښلو فرمان صادر كړى دى.


