ads

د هېواد كركټ بورډ د محمد شهزاد ادعا رد كړه

په داسې حال كې، چې يو شمېر هېوادوال د نړيوال جام له لوبو د كركټ ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد پر ايستلو نيوكه كوي، خو د هېواد د كركټ بورډ مسوولين ټينګار كوي، چې نوموړي د ټپي كېدو له كبله نه شو كولاى د خپلې لوبډلې ملګرتيا وكړي. شهزاد له لندنه كابل ته تر […]

نویسنده: hewadpal
21 غبرګولی 1398
د هېواد كركټ بورډ د محمد شهزاد ادعا رد كړه

په داسې حال كې، چې يو شمېر هېوادوال د نړيوال جام له لوبو د كركټ ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد پر ايستلو نيوكه كوي، خو د هېواد د كركټ بورډ مسوولين ټينګار كوي، چې نوموړي د ټپي كېدو له كبله نه شو كولاى د خپلې لوبډلې ملګرتيا وكړي.
شهزاد له لندنه كابل ته تر ستنېدو وروسته رسنيو ته وويل، هېڅ ډول ټپ نه لري او د سليقوي چلندونو په سبب د كركټ له ملي لوبډلې ايستل شوى دى.
خو د هېواد د كركټ بورډ عمومي رئيس عزيزالله فضلي نن په يوه خبري غونډه كې د شهزاد ادعا رد كړه.
دى وايي، د كركټ له ملي لوبډلې د لوبغاړو د ايستلو او په كې د شاملولو صلاحيت يوازې د كركټ بورډ د غوراوي كمېټه لري.
بايد وويل شي، چې محمد شهزاد د نړيوال جام له لوبو د ده تر ايستلو وروسته اعلان وكړ، چې ښايي بيا د كركټ په ملي لوبډله كې ونه لوبېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA