د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۱۶مه لوبه نن د بنګله دېش او سريلانكا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په بريسټول ښار پيل شي.
بنګله دېش او سريلانكا تر دې مخكې درې – درې لوبې كړي او يوازې يوه – يوه ګټلې ده.
د تېرې ورځې لوبه د ويسټ انډيز او جنوبي افريقا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ساوتمپټن ښار كې ترسره كېده، خو د باران له كبله بې پايلې پاى ته ورسېده.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


