ads

درې هنديان پر يوې ماشومې د جنسي تېري په تور په عمري بند محكوم شول

درې هنديان په هندي كشمير كې پر يوې اته كلنې مسلمانې نجلۍ د جنسي تېري، د هغې د شكنجه كولو او وژلو په تور په عمري بند محكوم شول. دا ماشومه د ۲۰۱۸م ميلادي كال په ډسمبر مياشت كې نادركه شوه او پوليسو يې درې اونۍ وروسته جسد وموند. د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ، […]

نویسنده: hewadpal
21 غبرګولی 1398
درې هنديان پر يوې ماشومې د جنسي تېري په تور په عمري بند محكوم شول

درې هنديان په هندي كشمير كې پر يوې اته كلنې مسلمانې نجلۍ د جنسي تېري، د هغې د شكنجه كولو او وژلو په تور په عمري بند محكوم شول.
دا ماشومه د ۲۰۱۸م ميلادي كال په ډسمبر مياشت كې نادركه شوه او پوليسو يې درې اونۍ وروسته جسد وموند.
د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ، دغه نجلۍ يوه سيمه ييز معبد ته وړل شوې او د اراموونكو درملو په وركولو سره څو ورځې بې هوښه شوې وه.
د څېړنو پايلې ښيي، چې پر يادې كم عمرې مسلمانې نجلۍ څو ورځې جنسي تېرى شوى، شكنجه شوې او بيا وژل شوې ده.
محكمې د دې قضيې پر درېيو اصلي تورنو سربېره درې هندي پوليس افسران د جرم د شواهدو د له منځه وړلو په تور په پنځه كاله بند محكوم كړي دي.
همدارنګه د هند يو پخوانى دولتي چارواكى او يو ځوان هلك هم د يادې قضيې په تړاو محاكمه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA