ads

جمهور رئيس غني: كابل به بيا په يوه تفريح ځاى بدل شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له دوو كلونو په كمه موده كې به کابل ښار دوباره په يوه تفريح ځاى بدل شي. هغه دا خبره تېر مازديګر د کابل ماشين خانې د بيارغونې چارو د ليدلو په مهال وكړه. جمهور رئيس غني وويل، د نړۍ د ښاري پلان جوړولو له يوې مشهورې کمپنۍ سره […]

نویسنده: hewadpal
21 غبرګولی 1398
جمهور رئيس غني: كابل به بيا په يوه تفريح ځاى بدل شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له دوو كلونو په كمه موده كې به کابل ښار دوباره په يوه تفريح ځاى بدل شي.
هغه دا خبره تېر مازديګر د کابل ماشين خانې د بيارغونې چارو د ليدلو په مهال وكړه.
جمهور رئيس غني وويل، د نړۍ د ښاري پلان جوړولو له يوې مشهورې کمپنۍ سره له درې كلن کار وروسته د کابل ښار پراختيايي پلان جوړ شوى دى.
نوموړي زياته کړه، دا پلان به ګام په ګام عملي شي او کابل ښار به د سيمې د بهترينو ښارونو يو ښار او تاريخي پايتخت شي.
د هېواد د جمهور رئيس په خبره، د كابل ماشين خانې په سيمه كې د فرهنګي فعاليتونو، کنفرانسونو، کتاب پلورلو، فرهنګي ناستو او تياتر برخې او همدارنګه د صنعتکارو او متشبثو مېرمنو د توليداتو لپاره مارکېټ او دوامداره نندارتون جوړېږي او په يوې منظمې سيمې او عايداتي سرچينې به بدله شي.
علم ګنج باغ، چې وروسته د كابل ماشين خانې په نوم ونومول شو، د اغا خان بنسټ او جرمني په همكارۍ بيا رغول كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA