د ننګرهار امنيتي چارواکي په دې ولايت کې د دوو انسان تښتوونکو د نيولو خبر ورکوي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا انسان تښتوونکي د مركز جلال اباد ښار په اتمې امنيتي حوزې او کوز کونړ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواكونو د ځانګړو عملياتو په مهال نيول شوي دي.
هغه زياته كړه، د انسان تښتوونکو له منګولو يې يو دوكاندار خوشې كړى هم دى.
په ننګرهار کې ياد انسان تښتوونکي په داسې حال کې نيول شوي، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د انسان تښتونې پېښې زياتې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


