ads

په ننګرهار كې پر وسله والو طالبانو د بې پيلوټه الوتكې بريد شوى

د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، بې پيلوټه الوتكې د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې نهه وسله وال طالبان وژلي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پرون ناوخته کليد ته وويل، دا هوايي بريد د شېرزادو ولسوالۍ په مرکيخېلو سيمه کې ترسره شوى دى. هغه زياته كړه، په وژل شوو طالبانو كې […]

نویسنده: hewadpal
20 غبرګولی 1398
په ننګرهار كې  پر وسله والو طالبانو د بې پيلوټه الوتكې بريد شوى
مونژ بریالی شوی هیله لرم

د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، بې پيلوټه الوتكې د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې نهه وسله وال طالبان وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پرون ناوخته کليد ته وويل، دا هوايي بريد د شېرزادو ولسوالۍ په مرکيخېلو سيمه کې ترسره شوى دى.
هغه زياته كړه، په وژل شوو طالبانو كې د دوى د سرې قطعې دوه قوماندانان هم شامل دي.
د خوږياڼي په خبره، وژل شوي طالب قوماندانان د پکتيا اوسېدونکي وو، چې د تخريبي کړنو په هدف يادې ولسوالۍ ته تللي وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA