ads

په ميدان وردګ كې څلور وسله وال طالبان ونيول شول

پوليسو په ميدان وردګ كې د بېلابېلو عملياتو په مهال پنځه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه نور يې نيولي دي. د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، پوليسو تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ په ډنډ او شنيز درې كليو كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې […]

نویسنده: hewadpal
20 غبرګولی 1398
په ميدان وردګ كې څلور وسله وال طالبان ونيول شول

پوليسو په ميدان وردګ كې د بېلابېلو عملياتو په مهال پنځه وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه نور يې نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، پوليسو تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ په ډنډ او شنيز درې كليو كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې پنځه طالبان وژل شوي او درې تنه نور نيول شوي دي.
د سرچينې په خبره، په دغو عملياتو كې د طالبانو يوه اندازه چاودېدونكي توكي او څلور موټر سايكلونه هم له منځه يووړل شول.
په خبرپاڼه كې راغلي، پوليسو همدارنګه د جلرېز ولسوالۍ په مربوطاتو كې د عملياتو په مهال د مسعود په نوم يو طالب وسله وال نيولى دى.
وسله والو طالبانو لا په دې تړاو تبصره نه ده كړې، خو ادعا كوي، چې په سيد اباد ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو پر كاروان د بريد په ترڅ كې يې ۱۱ افغان سرتېري وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA