ads

په غزني كې ۱۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني كې تېره ورځ د هاوان د يوې سرګلولې او يوه ماين د چاودنو له كبله د اتو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د واغظ ولسوالۍ په مربوطاتو كې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى […]

نویسنده: hewadpal
20 غبرګولی 1398
په غزني كې ۱۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني كې تېره ورځ د هاوان د يوې سرګلولې او يوه ماين د چاودنو له كبله د اتو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د واغظ ولسوالۍ په مربوطاتو كې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وژلى او اووه نور يې ټپيان كړي دي.
د ده په وينا، د خواجه عمري ولسوالۍ په مربوطاتو كې د وسله والو طالبانو لخوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماين د ملکي کسانو پر يوه موټر چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې دوه ملكي وګړي ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA