د ملي امنيت عمومي رياست په خوست كې د عملياتو په مهال د حقاني شبكې د ۱۲ قوماندانانو او سرګروپانو د وژلو خبر وركوي.
له دې رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، ځانګړو ځواكونو يې دا عمليات په صبريو ولسوالۍ كې د يادې شبكې پر قرارګاوو ترسره كړي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې د حقاني شبكې وژل شوو قوماندانانو او سرګروپانو په تروريستي او تخريبي فعاليتونو او همدارنګه نورو ترهګرو ډلو ته د وسلو او مهماتو په لېږدولو كې فعال ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې، عمليات كوونكو ځواكونو يو تن ټپي كړى او درې شكمن كسان يې نيولي هم دي.


