وسله والو طالبانو په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يا يوناما د تازه راپور په اړه، چې په كې ويل شوي د افغان حكومت وسله والو مخالفينو په روژې مياشت كې ملكي وګړي په قصدي توګه په نښه كړي، غبرګون ښودلى او هغه يې د دې ډلې په ضد توطيه بللې ده.
يوناما پرون وويل، د افغانستان د حكومت وسله والو مخالفينو په روژې مياشت كې يوازې په كابل كې څه باندې ۱۰۰ ملكي وګړو ته تلفات اړولي دي.
خو وسله والو طالبانو نن ادعا وكړه، دوى په ياده مياشت كې هېڅ داسې بريد نه دى كړى، چې په كې دې ملكي وګړي په نښه شوي وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تداميچي ياماموتو وايي، د جګړې هېڅ لورى پر ملکيانو بريد نه شي توجېه کولی او ملکي وګړي بايد هېڅكله په نښه نه شي.
ملګري ملتونه د ملكي افغانانو پر وژنې اندېښنه څرګندوي او د جګړې له ټولو ښكېلو خواوو غواړي، چې د ملكيانو د ساتنې په تړاو خپلې ژمنې عملي كړي.


