ads

نى پر خبريالانو محدوديت وضع كېدل معلوماتو ته د لاسرسي قانون ښكاره نقضول وبلل

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نى وايي، د تخار د امنيه قوماندان حشمت مسلم له لوري پر خبريالانو د محدوديت وضع كېدل معلوماتو ته د لاسرسي قانون ښكاره نقضول دي. مسلم د يكشنبې په ورځ دوه خبريالان خپل دفتر ته ور غوښتي او خبردارى يې وركړى، چې په خپلو راپورونو كې […]

نویسنده: hewadpal
20 غبرګولی 1398
نى پر خبريالانو محدوديت وضع كېدل معلوماتو ته د لاسرسي قانون ښكاره نقضول وبلل

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نى وايي، د تخار د امنيه قوماندان حشمت مسلم له لوري پر خبريالانو د محدوديت وضع كېدل معلوماتو ته د لاسرسي قانون ښكاره نقضول دي.
مسلم د يكشنبې په ورځ دوه خبريالان خپل دفتر ته ور غوښتي او خبردارى يې وركړى، چې په خپلو راپورونو كې دې وژل شوو امنيتي سرتېرو ته د شهيد خطاب وكړي او د طالبانو د ګواښونو او ځينو نورو موضوعاتو په تړاو دې راپورونه نه جوړوي.
نى نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د تخار امنيه قوماندان يادو دوو خبريالانو ته خبردارى وركړى، چې كه د ده خبرې په پام كې ونه نيسي، دوسيه به ورته جوړه او زنداني به يې كړي.
د نى رئيس عبدالمجيب خلوتګر وايي، پر خبريالانو او رسنيو محدوديت وضع كول، د بيان ازادۍ د ستوني خفه كول دي.
هغه د كورنيو چارو له وزارته غوښتي، چې د مسلم د څرګندونو په اړه خپل دريځ روښانه كړي.
خو دغه وزارت تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA