د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، د امريكا او طالبانو ترمنځ د خبرو په تړاو د ملي يووالي حكومت اندېښنه تر يوه حده كمه شوې او اوسمهال واشنګټن د يادو خبرو اړوند معلومات له افغان حكومت سره شريكوي.
هغه د روان ميلادي كال په مارچ مياشت كې واشنګټن ته د خپل وروستي سفر په مهال ويلي و، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د واك ترلاسه كولو په لټه كې دى او له همدې كبله د ملي يووالي حكومت ته له طالب استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات نه وركوي، خو ياد وزارت د محب څرګندونې رد كړې.
د هېواد د ملي امنيت سلاكار په خپله تازه مركه كې وويل، په واشنګټن كې د ده څرګندونې د افغان حكومت د اندېښنو ښودونكې وې او دا اندېښنې وړاندې د تړلو دروازو تر شا له امريكايي چارواكو سره شريكې شوې هم وې.
محب زياته كړه، هغه وخت كابل ته تر راستنېدو وروسته يې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وليدل او ورته يې وويل، كه د كار دوام يې د ملي يووالي حكومت ته ستونزې جوړوي، چمتو دى له خپلې دندې استعفا وكړي، خو په وينا يې، جمهور رئيس غني ورسره ونه منله.
دى وايي، له امريكايي چارواكو سره په غونډو كې يې مرستيال ګډون كوي او په خبره يې، د هېواد د ملي امنيت شورا د دفتر او امريكايي ځواكونو ترمنځ همغږي او ګډ كار له خنډ پرته دوام لري.
د راپورونو پر بنسټ، په واشنګټن كې د محب له څرګندونو وروسته د امريكا حكومت د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتر سره خپلې اړيكې محدودې كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


