ads

قطر امريكا او ايران خبرو ته بللي

قطر د واشنګټن او تهران ترمنځ د كړكېچ كمېدو په هدف امريكا او ايران خبرو ته بللي دي. د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د يكشنبې په ورځ د بريتانيا په پايتخت لندن كې وويل، دوحې له څو هېوادونو سره په همغږۍ له امريكايي او ايراني چارواكو سره خبرې […]

نویسنده: hewadpal
20 غبرګولی 1398
قطر امريكا او ايران خبرو ته بللي

قطر د واشنګټن او تهران ترمنځ د كړكېچ كمېدو په هدف امريكا او ايران خبرو ته بللي دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د يكشنبې په ورځ د بريتانيا په پايتخت لندن كې وويل، دوحې له څو هېوادونو سره په همغږۍ له امريكايي او ايراني چارواكو سره خبرې كړي او ترې غوښتي يې دي، چې د خپلمنځي كړكېچ د زياتېدو د مخنيوي لپاره په خپلو كې مذاكره وكړي.
نوموړي پر دې په ټينګار سره، چې امريكا او ايران د خپلمنځي كړكېچ زياتېدو ته لېوالتيا نه لري زياته كړه، د قطر ترڅنګ عمان، عراق، جاپان او يو شمېر نور هېوادونه هم د واشنګټن او تهران ترمنځ د رامنځته شوي كړكېچ د حل غوښتونكي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې متحدو ايالتونو ايران د اټومي هوكړې د ځينو ژمنو په نقضولو تورن كړى او نوي بنديزونه يې پرې لګولي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA