د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل سفر په دوام كابل ته راغى او تېر ماښام يې په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وكتل.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، خليلزاد جمهور رئيس غني ته د افغان سولې د هڅو په خاطر پاکستان او اروپا ته د خپلو وروستيو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او دغه راز يې د خپلو راتلونکو پلانونو جزيات هم ورسره شريک کړل.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د دواړو لورو بحث تر ډېره د بين الافغاني ډيالوګ پر پيل متمرکز و او په دې برخه کې يې د جرمني پر رول خوښي وښوده او ژر تر ژره يې د بين الافغاني ډيالوګ د لومړني پړاو د پيلولو هيله څرګنده کړه.
په همدې حال كې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د سولې خبرې يوه نوي پړاو ته داخلېږي او افغانان بايد په كې تر بل هر وخت زيات ښكېل شي.
خليلزاد تېره اونۍ په برلين كې د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي ماركوس پوتزل سره وليدل او وروسته يې وويل، ټاكل شوې جرمني او قطر په ګډه د بين الافغاني مذاكراتو كوربه توب وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


