ads

په فراه كې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتي برخې سرپرست محمد عارف رضايي كليد ته وويل، دا جګړه تېره شپه د انار درې ولسوالۍ په زيارت اب ګرم كلي كې وشوه، چې په ترڅ كې […]

نویسنده: hewadpal
19 غبرګولی 1398
په فراه كې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتي برخې سرپرست محمد عارف رضايي كليد ته وويل، دا جګړه تېره شپه د انار درې ولسوالۍ په زيارت اب ګرم كلي كې وشوه، چې په ترڅ كې يې شپږ طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ژوبل دي.
هغه زياته كړه، په ياده جګړه كې امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
فراه د هېواد د لوېديځې حوزې له ناامنه ولايتونو څخه ګڼل كېږي او د دغه ولايت د ولايتي شورا د ځينو غړو د معلوماتو له مخې، طالبان د فراه په ټولو ولسواليو كې نفوذ لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA