د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني رئيس كرام الدين كريم د تل لپاره د فوټبال د فعاليتونو بنديز لګولى او څه باندې يو ميليون ډالره يې جريمه كړى هم دى.
د فيفا له لوري تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، پر كريم د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې لږ تر لږه پنځو غړو تور لګولى، چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ كلونو ترمنځ يې څو وارې په جنسي توګه ځورولې دي.
د فوټبال نړيوال فدراسيون د فوټبالرو نجونو د ځورونې او له خپل مقامه د ناوړې ګټې اخيستنې له كبله كريم د تل لپاره د فوټبال له فعاليتونو محروم او جريمه كړى دى.
خو نوموړي پرې لګېدلي تورونه رد كړي دي.
د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ غړې خالدې پوپل ادعا كړې وه، چې د هېواد د فوټبال فدراسيون نارينه مسوولينو د دې لوبډلې غړې په جنسي توګه ځورولي او وروسته لويې څارنوالۍ د كرام الدين كريم په ګډون د ياد فدراسيون د رهبرۍ څو غړي ممنوع الخروج اعلان كړل.