ads

په هلمند كې ۱۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ملكي وګړو يو موټر د اوبو يوې لويې ويالې ته لوېدلى، چې له كبله يې۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د ګرشک ولسوالۍ په اوپاشک سيمه كې رامنځته شوې، چې […]

نویسنده: hewadpal
19 غبرګولی 1398
په هلمند كې ۱۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ملكي وګړو يو موټر د اوبو يوې لويې ويالې ته لوېدلى، چې له كبله يې۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د ګرشک ولسوالۍ په اوپاشک سيمه كې رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې ياد کسان له واده څخه بېرته خپل کور ته ستنېدل.
د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان د پېښې په اړه خواشيني څرګنده كړې او اړوند مسوولينو ته يې لارښوونه کړې، چې د ټپيانو درملنې ته جدي پاملرنه وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA