د غور – هرات پر لويه لار د وسله والو طالبانو له لوري د تښتول شوو درېيو محصلينو له ډلې دوه تنه يې خوشې شول.
د غور والي محمد ناصر خاضع كليد ته وويل، طالبانو دا محصلين، چې د باميان اصلي اوسېدونكي دي، تېر مازديګر د فېروزكوه ښار له مربوطاتو وتښتول.
د نوموړي په خبره، د قومي مشرانو په منځګړيتوب د طالبانو له منګولو دوه محصلين خوشې شوي او د پاتې محصل د خوشې كولو هڅې روانې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


