ads

په سوريه کې په تازه جګړو كې لسګونه كسان ووژل شول

په سوريه کې يو ځل بيا نښتو زور اخيستى او هلته د ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي دي. د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، جهادي ډلو او ياغيانو پرون د حما ولايت په څنډو کې پر […]

نویسنده: hewadpal
19 غبرګولی 1398
په سوريه کې په تازه جګړو كې لسګونه كسان ووژل شول

په سوريه کې يو ځل بيا نښتو زور اخيستى او هلته د ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو په جګړو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، جهادي ډلو او ياغيانو پرون د حما ولايت په څنډو کې پر حکومتي ځواکونو بريدونه وكړل.
د سرچينې په وينا، ياغيانو پر حکومتي ځواکونو لسګونه توغندي توغولي او موټربم ځانمرګى بريد يې هم پرې كړى دى.
ياده ډله زياتوي، د شنبې ورځې په نښتو کې د سوريې د حکومت لږ تر لږه ۳۷ سرتېري او ۲۸ ياغيان ووژل شول.
د سوريې د حما ولايت کليوالې سيمې، چې په تېره سپټمبر مياشت کې د رامنځته شوي غيرې پوځي زون برخې دي، له تېرو څو ورځو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ د تودو جګړو شاهدې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA