ads

په بغلان كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بغلان كې د افغان ګډو ځواكونو په ځمكنيو او هوايي عملياتو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملي دفاع وزارت تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونو د كومانډو سرتېرو په مشرۍ په مركزي بغلان ولسوالۍ كې تصفيوي عمليات ترسره كړل. […]

نویسنده: hewadpal
19 غبرګولی 1398
په بغلان كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بغلان كې د افغان ګډو ځواكونو په ځمكنيو او هوايي عملياتو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونو د كومانډو سرتېرو په مشرۍ په مركزي بغلان ولسوالۍ كې تصفيوي عمليات ترسره كړل.
د سرچينې په وينا، د يادو عملياتو په مهال ۳۰ طالبان وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، امنيتي سرتېرو د هوايي بريدونو په ترڅ كې د طالبانو اووه مركزونه هم له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA