د ارزو كاشفي په نوم د يوې ۲۴ کلنې افغان مېرمنې مړى له څو ورځنۍ لادرکۍ وروسته د واشنګټن په اسپوکن ښار کې د خپل کور په يخچال کې موندل شوى دى.
امريكايي رسنۍ وايي، د هغې مېړه وحيد كاشفي د تېرې مې مياشتې په ۲۸مه نېټه د نامعلوم هدف لپاره امريکا پرېښې ده.
د ارزو يوې ملګرې د دې د لادرکۍ خبره پوليسو ته کړې او هغوى تر څېړنو وروسته د نوموړې ټوټه ټوټه شوى جسد د خپل كور په يخچال كې موندلى دى.
د پېښې علت تراوسه نه دى څرګند شوى.
دغه افغان جوړه په ۲۰۱۵م ميلادي كال كې د افغانانو لپاره د امريكا د ځانګړو ويزو د پروګرام يا SIV له لارې ياد هېواد ته تللې وه.


