ads

رحيمي: وسله والو طالبانو خلكو ته د كوكنارو د كرلو امر كړى

د كورنيو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو تر خپل كنټرول لاندې سيمو كې بزګرانو ته امر كړى، چې په خپلو ځمكو كې كوكنار وكري. د هېواد په ګرمسېرو ولايتونو كې د كوكنارو نېښ وهل پاى ته رسېدلي او د دغو ولايتونو د چارواكو په خبره، سږ كال د كوكنارو د له منځه وړلو لپاره […]

نویسنده: hewadpal
19 غبرګولی 1398
رحيمي: وسله والو طالبانو خلكو ته د كوكنارو د كرلو امر كړى

د كورنيو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو تر خپل كنټرول لاندې سيمو كې بزګرانو ته امر كړى، چې په خپلو ځمكو كې كوكنار وكري.
د هېواد په ګرمسېرو ولايتونو كې د كوكنارو نېښ وهل پاى ته رسېدلي او د دغو ولايتونو د چارواكو په خبره، سږ كال د كوكنارو د له منځه وړلو لپاره له مركزه كوم پلان نه دى وركړل شوى، له همدې كبله نه دي توانېدلي، چې د پام وړ كوكنار له منځه يوسي.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، د يادو ولايتونو په ډېرى كرنيزو ځمكو كې د طالبانو په امر كوكنار كرل شوي وو.
د ده په وينا، د امنيتي پلان پر بنسټ، د افغان ځواكونو زيات تمركز د نشه يي توكو د توليد د فابريكو پر له منځه وړلو دى.
د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريكا ځانګړي سرمفتش جان سوپكو په خپلو تازه څرګندونو كې نشه يي توكي د افغانستان امنيت او اقتصاد ته ګواښ وباله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA