له نېږدې دوه پېړيو وروسته ټاكل شوې د روان ميلادي كال تر سپټمبر مياشتې د يونان په پايتخت اتن كې لومړنى جومات پرانيستل شي.
د يونان د پوهنې وزير ويلي، دا جومات په ۸۵۰ زره يورو مالي لګښت جوړېږي او ښايي تر يادې مياشتې د عبادت كوونكو لومړۍ ډله په كې لمونځ وكړي.
ويل كېږي د يونان په نورو سيمو كې جوماتونه شته، خو په ۱۸۳۳م ميلادي كال كې د عثماني سرتېرو له وتلو راهيسې د دغه هېواد پايتخت اتن رسمي جومات نه لري.
د يونان د نفوس دوه فيصده وګړي مسلمانان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


