ads

افغانستان د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې خپله درېيمه لوبه نيوزيلنډ ته وبايلله

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه د نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته وبايلله. دا لوبه د شنبې په ورځ د انګلستان په ټاونټن ښار كې ترسره شوه. د لوبې پچه د نيوزيلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې […]

نویسنده: hewadpal
19 غبرګولی 1398
افغانستان د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې خپله درېيمه لوبه نيوزيلنډ ته وبايلله

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه د نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې ته وبايلله.
دا لوبه د شنبې په ورځ د انګلستان په ټاونټن ښار كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د نيوزيلنډ لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ۴۱ اعشاريه يو اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۱۷۳ منډې هدف وټاكه، خو نيوزيلنډۍ لوبډلې وركړل شوى هدف په ۳۲ اعشاريه يو اورونو كې د درېيو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او لوبه يې د اوو وېكټو په توپير وګټله.
افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا او سريلانكا په وړاندې هم خپلې لوبې بايللې وې.
د تېرې ورځې دوهمه لوبه د بنګله دېش او انګلستان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د وېلز په پايتخت كارډيف كې ترسره شوه، چې د انګلستان په ګټه پاى ته ورسېده.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA