ads

په فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د فراه امنيتي مسوولين د دغه ولايت په مركز كې د دوو قوماندانانو په ګډون نهو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر وركوي. د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، طالبانو غوښتل تېره شپه د فراه ښار په ريګي سيمه كې پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړي، […]

نویسنده: hewadpal
18 غبرګولی 1398
په فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د فراه امنيتي مسوولين د دغه ولايت په مركز كې د دوو قوماندانانو په ګډون نهو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، طالبانو غوښتل تېره شپه د فراه ښار په ريګي سيمه كې پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړي، خو امنيتي ځواكونو ورته له وړاندې كمين ونيوه.
د هغه په وينا، په ياده سيمه كې د جګړې له كبله د دوو قوماندانانو په ګډون شپږ طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان دي.
محب زياته كړه، په نښته كې درې پوليس هم ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې د فراه ښار په ريګي سيمه كې يې د بريد په مهال ۱۱ افغان سرتېري وژلي او ۱۵ تنه نور يې ټپيان كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA