ads

افغانستان له تاجكستان سره د فوټبال لوبه مساوي كړه

د افغانستان او تاجكستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه مساوي پاى ته ورسېده. دا لوبه تېر ماښام د دوشنبې ښار په پامير لوبغالي كې ترسره شوه او دواړو لوبډلو په كې يو – يو ګول وواهه. افغان لوبغاړي په دې لوبه كې د تېرو هغو په پرتله ښه ولوبېدل او تاجكستان يې پرې […]

نویسنده: hewadpal
18 غبرګولی 1398
افغانستان له تاجكستان سره د فوټبال لوبه مساوي كړه

د افغانستان او تاجكستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه مساوي پاى ته ورسېده.
دا لوبه تېر ماښام د دوشنبې ښار په پامير لوبغالي كې ترسره شوه او دواړو لوبډلو په كې يو – يو ګول وواهه.
افغان لوبغاړي په دې لوبه كې د تېرو هغو په پرتله ښه ولوبېدل او تاجكستان يې پرې نه ښود، چې د افغانستان په وړاندې خپله اوومه بريا ترلاسه كړي.
كه څه هم د لوبې لومړۍ نيمايي پرته له ګوله پاى ته ورسېده، خو په دوهمه نيمايي كې افغان لوبغاړو د تاجكستان د فوټبال ملي لوبډلې د ګول پر دروازې فشار راوړ او په ۷۲يمه دقيقه كې عمران حيدري د افغانستان په ګټه ګول وواهه.
تمه كېده، چې لوبه به په همدې پايلې پاى ته ورسېږي، خو شهرام په ۸۸يمه دقيقه كې د تاجكستان په ګټه ګول ترسره كړ او د دوشنبې په وړاندې يې د كابل د لومړۍ بريا مخه ونيوله.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر دې وړاندې د تاجكستان د فوټبال له ملي لوبډلې پرله پسې شپږ ماتې خوړلې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA