ads

په غور كې ۲۱ ولسي پاڅون كوونكو ته مرګ ژوبله واوښته

وسله والو طالبانو په غور كې له ۲۰ زياتو ولسي پاڅون كوونكو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د دولت يار ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې ۱۴ ولسي پاڅون كوونكي وژل شوي او اووه تنه […]

نویسنده: hewadpal
18 غبرګولی 1398
په غور كې ۲۱ ولسي پاڅون كوونكو ته مرګ ژوبله واوښته

وسله والو طالبانو په غور كې له ۲۰ زياتو ولسي پاڅون كوونكو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د دولت يار ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې ۱۴ ولسي پاڅون كوونكي وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.
ده د ټپيانو روغتيايي حالت نازك وباله.
وسله والو طالبانو هم ويلي، چې د غور په دولت يار ولسوالۍ كې يې پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى، ۱۴ ولسي پاڅون كوونكي يې وژلي او دوه تنه نور يې نيولي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA