ads

د راى وركوونكو تقويتي نومليكنه پيل شوه

د راتلونكو ټاكنو لپاره د راى وركوونكو تقويتي نومليكنه نن د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې پيل شوه. د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ د كابل ښار په نادريه لېسه كې د دې بهير د پرانيستې په مراسمو كې وويل، د ۳۳ ولايتونو په ۴۵۸ مركزونو كې به د راى وركوونكو تقويتي او […]

نویسنده: hewadpal
18 غبرګولی 1398
د راى وركوونكو تقويتي نومليكنه پيل شوه

د راتلونكو ټاكنو لپاره د راى وركوونكو تقويتي نومليكنه نن د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې پيل شوه.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ د كابل ښار په نادريه لېسه كې د دې بهير د پرانيستې په مراسمو كې وويل، د ۳۳ ولايتونو په ۴۵۸ مركزونو كې به د راى وركوونكو تقويتي او د غزني په ۲۴۷ مركزونو كې به د راى وركوونكو عمومي نومليكنه د ۲۳ ميليونه ډالرو په لګښت د راتلونكې چنګاښ مياشتې تر اتمې نېټې روانه وي.
د نوموړې په خبره، ولايتونو ته ټول حساس او غيرې حساس مواد لېږدول شوي دي.
بايد وويل وشي، چې د ولسي جرګې د تېر كال ټاكنو لپاره د راى وركوونكو په درې پړاوه نومليكنه كې شاوخوا نهه اعشاريه پنځه ميليونه كسانو خپل نومونه ثبت كړل، چې د راى وركوونكو د لېست له تصحيح وروسته دا شمېر اته اعشاريه نهه ميليونه تنو ته را ټيټ شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA