ads

د امريكا د كانګرېس غړو د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار كړى

د امريكا د كانګرېس لسګونو غړو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو ته د يوه ليك په لېږلو سره له طالبانو سره د سولې په مذاكراتو كې د افغان ښځو د لاسته راوړنو د خونديتوب غوښتنه كړې ده. د امريكا د كانګرېس ۷۵ غړو، چې په كې جمهوري غوښتونكي او ډيموكراټان شامل […]

نویسنده: hewadpal
18 غبرګولی 1398
د امريكا د كانګرېس غړو د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار كړى

د امريكا د كانګرېس لسګونو غړو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو ته د يوه ليك په لېږلو سره له طالبانو سره د سولې په مذاكراتو كې د افغان ښځو د لاسته راوړنو د خونديتوب غوښتنه كړې ده.
د امريكا د كانګرېس ۷۵ غړو، چې په كې جمهوري غوښتونكي او ډيموكراټان شامل دي، په ياد ليك كې له طالبانو سره د سولې په خبرو كې د افغان مېرمنو د غږ پر اورېدلو ټينګار كړى دى.
په دې ليك كې، چې يوه كاپي يې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ته هم لېږل شوې راغلي، د ۲۰۱۹م ميلادي په فبروري او مې مياشتو كې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو په مهال د افغان ښځو استازيتوب نه دى شوى.
د امريكا د كانګرېس يادو غړو له پمپيو غوښتي، چې د سولې په خبرو كې د افغان مېرمنو دريځ او د هغوى لاسته راوړنې، چې په تېرو كلونو كې يې په ډېرې سختۍ ترلاسه كړي، بايد خوندي شي.
د يادولو ده، چې افغان ښځې هم له طالبانو سره د سولې په مذاكراتو كې د خپل كمرنګي حضور په اړه اندېښنه څرګندوي او په كې د دوى د كليدي رول غوښتنه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA