ads

بنسوډا په افغانستان كې د جنګي جرمونو د څېړنو د ردېدو په اړه وضاحت وغوښت

د جرمونو د نړيوالې محكمې وكيلې فاټو بنسوډا په افغانستان كې د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د دې محكمې له لوري د نوموړې د غوښتنې ردېدو په اړه وضاحت غوښتى دى. د جرمونو نړيوالې محكمې په تېره اپرېل مياشت كې د مېرمن بنسوډا هغه غوښتنه رد كړه، چې په افغانستان كې د بشريت ضد […]

نویسنده: hewadpal
18 غبرګولی 1398
بنسوډا په افغانستان كې د جنګي جرمونو د څېړنو د ردېدو په اړه وضاحت وغوښت

د جرمونو د نړيوالې محكمې وكيلې فاټو بنسوډا په افغانستان كې د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د دې محكمې له لوري د نوموړې د غوښتنې ردېدو په اړه وضاحت غوښتى دى.
د جرمونو نړيوالې محكمې په تېره اپرېل مياشت كې د مېرمن بنسوډا هغه غوښتنه رد كړه، چې په افغانستان كې د بشريت ضد جنايتونو او جنګي جرمونو په تړاو د څېړنو د پيل په هدف يې كړې وه.
هغه وخت د يادې محكمې چارواكو اعلان وكړ، چې په افغانستان كې د څېړنو پيل به عدالت ټينګ نه كړي، ځكه د امريكا او سيمه ييزو افغان قوماندانانو په ګډون به ښكېل لوري په دې برخه كې لازمه همكاري ونه كړي.
خو مېرمن بنسوډا د جرمونو نړيوالې محكمې ته ۱۷ مخيز درخواست سپارلى او ويلي يې دي، چې دا استدلال د دغې محكمې له كاري هدفونو سره په ټكر كې دى.
د بشري حقونو بنسټونو هم د دې محكمې د اپرېل مياشتې پر تصميم نيوكې كړي او هغه يې يو ټكان وركوونكى اقدام بللى، خو امريكا د ياد تصميم هركلى كړى او د قانون د حاكميت لپاره يې بريا ګڼلې ده.
د جرمونو د نړيوالې محكمې وكيله فاټو بنسوډا، چې په ۲۰۱۷م ميلادي كال كې يې د افغانستان د قضيې د څېړلو وړانديز كړى و وايي، داسې شواهد موجود دي، چې ښيي امريكايي سرتېرو او استخباراتي بنسټونو په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ ميلادي كلونو كې په افغانستان كې بنديان شكنجه كړي، ناوړه چلند يې ورسره كړى، جنسي تېرى يې پرې كړى او په جنسي توګه يې ځورولي هم دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA