ads

امنيتي ځواكونو په فارياب كې څلور ښځې د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورلې

د فارياب په پښتون كوټ ولسوالۍ كې څلور ښځې د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل شوې. د دغه ولايت د والي وياند جاوېد بيدار نن كليد ته وويل، ذكرالله مشهور په ذكر قوماندان، چې متكرر مجرم هم دى، تېره ورځ دا څلور ښځې برمته كړې وې. د نوموړي په خبره، امنيتي ځواكونو د عملياتو په […]

نویسنده: hewadpal
18 غبرګولی 1398
امنيتي ځواكونو په فارياب كې څلور ښځې د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورلې

د فارياب په پښتون كوټ ولسوالۍ كې څلور ښځې د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل شوې.
د دغه ولايت د والي وياند جاوېد بيدار نن كليد ته وويل، ذكرالله مشهور په ذكر قوماندان، چې متكرر مجرم هم دى، تېره ورځ دا څلور ښځې برمته كړې وې.
د نوموړي په خبره، امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې يادې ښځې د انسان تښتوونكو له منګولو خوشې كړې او د شاوخوا يو ساعته جګړې په مهال ذكرالله ووژل شو او تر لاس لاندې څلور كسان يې ونيول شول.
د يادونې وړ ده، چې د انسان تښتونې پېښو زياتېدو هېوادوال اندېښمن كړي او له امنيتي ارګانونو غواړي، چې د مخنيوي په برخه كې يې جدي اقدامات وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA