امريكا له روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم د پېرلو تړون د لغوه كولو لپاره تركيې ته د روانې جون مياشتې تر پايه ضرب الاجل ټاكلى دى.
د امريكا د دفاع وزارت مرستيالې ايلېن لارډ د جمعې په ورځ وويل، اېس – ۴۰۰ سيسټم له امريكايي اېف – ۳۵ جنګي الوتكو سره، چې ټاكل شوې تركيه يې وپېري، نه جوړېږي.
د دې په وينا، كه انقره د روانې ميلادي مياشتې تر پايه ياد تړون لغوه نه كړي، نو له خپلې خاورې به هغه تركي پيلوټان وباسي، چې اوسمهال په متحدو ايالتونو كې د اېف – ۳۵ جنګي الوتكو د چلولو زده كړې كوي او همدارنګه به په تركيې دغه ډول الوتكې ونه پلوري.
دا په داسې حال كې ده، چې د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان تېره اونۍ ويلي و، چې هېواد به يې له روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم له پېرلو تېر نه شي.


