د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، له مكسيكو سره د كډوالۍ پر پاليسۍ هوكړې ته رسېدلى دى.
ده نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، امريكا او مكسيكو په دې تړاو هوكړه ليك لاسليك كړ.
د ټرمپ په وينا، د مكسيكو پر مالونو د تعرفې لګېدل، چې په پام كې وه د روانې جون مياشتې په ۱۰مه نېټه پيل شي، د نامعلوم وخت لپاره وځنډېدل.
هغه ويلي، د مكسيكو حكومت د دې كار په بدل كې هوكړه كړې، چې د جنوبي امريكا پولو ته د دغه هېواد له لارې د كډوالو د سېل مخنيوي لپاره به جدي تدابير تر لاس لاندې نيسي.
ټرمپ زياته كړې، دا كار متحدو ايالتونو ته د مكسيكو له لارې د ناقانونه كډوالو د تګ مخنيوى كوي.
د امريكا د جمهور رئيس ياد اعلان وروسته له هغې شوى، چې امريكايي او مكسيكويي چارواكي څو ورځې له يو بل سره وغږېدل.


