ads

افغانستان د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن له نيوزيلنډ سره لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه نن د نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي. دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو د انګلستان په ټاونټن ښار كې پيل شي. افغانستان تر […]

نویسنده: hewadpal
18 غبرګولی 1398
افغانستان د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن له نيوزيلنډ سره لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه نن د نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو د انګلستان په ټاونټن ښار كې پيل شي.
افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا او سريلانكا په وړاندې دوه لوبې كړي او دواړه يې بايللې دي.
د نن ورځې دوهمه لوبه د بنګله دېش او انګلستان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د وېلز په پايتخت كارډيف كې ترسره كېږي، چې د كابل په وخت به د ماسپښين په دوو بجو پيل شي.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA