نن د جون مياشتې اوومه نېټه د غذايي خونديتوب له نړيوالې ورځې سره برابره ده او لا هم ۴۴ فيصده افغانان غذايي خونديتوب نه لري.
د اقتصاد وزارت وياند سهراب بهمن كليد ته وويل، د وروستيو معلوماتو له مخې، نېږدې ۱۵ ميليونه افغانان روزانه نه شي كولاى خپله د اړتيا وړ غذا ترلاسه كړي.
هغه زياته كړه، دا كسان د هېواد په لرې پرتو سيمو په ځانګړې توګه په كليو كې ژوند كوي.
بهمن ناامني، بېوزلي، بې كاري، وچكالي، د اقتصادي ودې ټيټوالى، د كډوالو را ستنېدل او په هېواد كې د پانګونې د كچې كمېدل د يادې ستونزې علتونه بولي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دمګړۍ په هېواد كې دوه ميليونه ماشومان او ۴۸۵ زره ښځې له خوارځواكۍ سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ