ads

په لوګر کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كورنيو چارو وزارت د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ كې ۲۲ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر وركوي. دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ملي پوليسو ځانګړو ځواكونو د محمد اغې ولسوالۍ په اب پران سيمه كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې ۱۸ […]

نویسنده: hewadpal
17 غبرګولی 1398
په لوګر کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كورنيو چارو وزارت د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ كې ۲۲ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر وركوي.
دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ملي پوليسو ځانګړو ځواكونو د محمد اغې ولسوالۍ په اب پران سيمه كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې ۱۸ طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د يادو عملياتو په مهال امنيتي سرتېرو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه كړي هم دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د كورنيو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى، خو ادعا كوي، چې امريكايي ځواكونو پرون ناوخته د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په اب پران سيمه كې هوايي بريدونه كړي او ګڼ شمېر ملكي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA