د غزني په مركز كې د كوچني اختر په ورځو كې ټرافيكي پېښو ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، په غزني ښار كې د كوچني اختر په درېيو ورځو كې له ۲۰ زياتې ټرافيكي پېښې رامنځته شوي، چې په ترڅ كې يې دوه ماشومان وژل شوي او د اوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۲۴ تنه نور ژوبل دي.
هغه زياته كړه، يادې پېښې له ټرافيکي قوانينو د سرغړونې او بې احتياطۍ له کبله
رامنځته شوې دي.
د موټر چلوونكو نه مسلكيتوب، بې احتياطي، د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل او ځينې نور په هېواد كې د ټرافيكي پېښو علتونه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


