د افريقايي اتحاديې د سولې او امنيت شورا په دې اتحاديه كې د سوډان غړيتوب وځنډاوه.
د افريقايي اتحاديې د سولې او امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ په خپله غونډه كې اعلان وكړ، چې د سوډان غړيتوب به په كې ملكيانو ته د واك د سپارلو تر وخته ځنډېدلى وي.
سرچينې همدارنګه اعلان وكړ، پر هغو كسانو د بنديزونو لګول به وڅېړي، چې په سوډان كې يې تاوتريخوالي ته زور وركړى دى.
د افريقايي اتحاديې د سولې او امنيت شورا د خپلې يادې پرېكړې علت په سوډان كې د نظاميانو له لوري د تاوتريخوالي زياتېدل وښودل.
په دغه هېواد كې په وروستيو څو ورځو كې د جګړو او د نظاميانو لخوا د اعتراض كوونكو د ځپلو له كبله لږ تر لږه ۱۰۸ تنه وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ تنه نور ژوبل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


