ads

مكرون: د ايران په تړاو دې نړيوال مذاكرات پيل شي

د فرانسې جمهور رئيس ايمانوېل مكرون وايي، اټومي وسلو ته د ايران د لاسرسي د مخنيوي لپاره د هراړخيزو نړيوالو مذاكراتو پيل ته اړتيا ده. نوموړي دا خبره پرون غرمه په فرانسې كې د امريكا له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې په مهال وكړه او ويې ويل، اټومي وسلو ته د تهران د […]

نویسنده: hewadpal
17 غبرګولی 1398
مكرون: د ايران په تړاو دې نړيوال مذاكرات پيل شي

د فرانسې جمهور رئيس ايمانوېل مكرون وايي، اټومي وسلو ته د ايران د لاسرسي د مخنيوي لپاره د هراړخيزو نړيوالو مذاكراتو پيل ته اړتيا ده.
نوموړي دا خبره پرون غرمه په فرانسې كې د امريكا له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې په مهال وكړه او ويې ويل، اټومي وسلو ته د تهران د لاسرسي مخنيوى د پاريس او واشنګټن ګډ هدف دى.
بلخوا ټرمپ پر دې په ټينګار سره، چې متحده ايالات نه غواړي ايران اټومي وسلې ولري، يو ځل بيا له ايراني چارواكو سره خبرو ته خپل چمتووالى اعلان كړ.
دواړه مشران همدارنګه د امريكا او چين پر اقتصادي سيالۍ، د منځني ختيځ پر تاوتريخوالي او ځينو نورو موضوعاتو هم وغږېدل.
دا په داسې حال كې ده، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ د تېرې مياشتې په پرتله يو څه كم شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA