ads

محمد شهزاد د كركټ د نړيوال جام له سياليو ووت

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړى محمد شهزاد د ټپي كېدو له كبله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام له سياليو بهر شو. د افغانستان د كركټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د کرکټ نړيوالې شورا د سږني نړيوال جام د سياليو تخنيکي کمېټې د افغان لوبغاړو […]

نویسنده: hewadpal
17 غبرګولی 1398
محمد شهزاد د كركټ د نړيوال جام له سياليو ووت

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړى محمد شهزاد د ټپي كېدو له كبله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام له سياليو بهر شو.
د افغانستان د كركټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د کرکټ نړيوالې شورا د سږني نړيوال جام د سياليو تخنيکي کمېټې د افغان لوبغاړو په ډله کې د محمد شهزاد پر ځای د اکرام علي خېل ځای ناستي توب تاييد کړ.
سرچينه وايي، دغه افغان ويكټ ساتونكى اوسمهال د زنګانه له ټپه رنځېږي، چې له كبله يې د نړيوال جام په پاتې سياليو کې ګډون نه شي کولی.
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، په افغان لوبډله کې د اکرام علي خېل پر ځای شفيق الله شفق د احتياطي لوبغاړو په ډله كې شامل شوی دی.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې ترسره كېږي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
افغانستان تراوسه د اسټراليا او سريلانكا په وړاندې دوه لوبې كړي او دواړه يې بايللې دي.
ټاكل شوې افغان لوبډله خپله درېيمه لوبه سبا د نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA