د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، ټاكل شوې د راتلونكو ټاكنو لپاره د راى وركوونكو تقويتي نومليكنه سبا د هېواد په ټولو ولايتونو كې پيل شي.
د دغه كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات كليد ته وويل، د ۳۳ ولايتونو په ۴۵۸ او د غزني په ۲۴۷ مركزونو كې به د راى وركوونكو تقويتي نومليكنه د راتلونكې چنګاښ مياشتې تر لومړۍ نېټې روانه وي.
د نوموړي په خبره، ولايتونو ته ټول حساس او غيرې حساس مواد لېږدول شوي او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ياد بهير پيل ته چمتو دى.
بايد وويل وشي، چې د ولسي جرګې د تېر كال ټاكنو لپاره د راى وركوونكو په درې پړاوه نومليكنه كې شاوخوا نهه اعشاريه پنځه ميليونه كسانو خپل نومونه ثبت كړل، چې د راى وركوونكو د لېست له تصحيح وروسته دا شمېر اته اعشاريه نهه ميليونه تنو ته را ټيټ شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


