ads

د اختر په درېيو ورځو كې لسګونو امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كوچني اختر په درېيو ورځو كې د هېواد په څلورو ولايتونو كې د بېلابېلو پېښو په مهال ۴۶ امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي نن پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، په ياده موده كې په لوګر، هلمند، بغلان او […]

نویسنده: hewadpal
17 غبرګولی 1398
د اختر په درېيو ورځو كې لسګونو امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كوچني اختر په درېيو ورځو كې د هېواد په څلورو ولايتونو كې د بېلابېلو پېښو په مهال ۴۶ امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي نن پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، په ياده موده كې په لوګر، هلمند، بغلان او كاپيسا ولايتونو كې د وسله والو طالبانو د بريدونو او ماين چاودنو له كبله ۱۹ افغان سرتېري وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.
د سرچينې په خبره، په دې پېښو كې ۱۱ ملكي وګړي هم وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
رحيمي ويلي، د اختر په دوهمه ورځ د ملي امنيت ځواکونو په کابل کې يو موټر بم نيولی او پوليسو د شپږو ماينونو د چاودېدو مخنيوی کړی دى.
د ده په وينا، امنيتي ځواكونو د اختر په درېيو ورځو كې په ټول هېواد کې د وسله والو طالبانو د ۷۰ بريدونو مخه نيولې، چې ټاكل شوې وه ۳۵ يې په كابل كې ترسره شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، جنګيالي يې په اختر كې په دفاعي حالت كې وو او پر افغان سرتېرو يې هېڅ بريد نه دى كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA