ads

دوستم له طالبانو سره د سولې له هوكړې وروسته د داعش ډلې د را څرګندېدو په اړه اندېښمن دى

د جمهور رئيس لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم وايي، داعش ډله د جوزجان په درزاب ولسوالۍ كې پټ فعاليت كوي. نوموړي د پنجشنبې په ماښام په شبرغان ښار كې د هېواد له يو شمېر امنيتي او دفاعي سرتېرو سره د ليدنې په مهال د چا د نوم له يادولو پرته وويل، د دغې ډلې ملاتړي پېژندل […]

نویسنده: hewadpal
17 غبرګولی 1398
دوستم له طالبانو سره د سولې له هوكړې وروسته د داعش ډلې د را څرګندېدو په اړه اندېښمن دى

د جمهور رئيس لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم وايي، داعش ډله د جوزجان په درزاب ولسوالۍ كې پټ فعاليت كوي.
نوموړي د پنجشنبې په ماښام په شبرغان ښار كې د هېواد له يو شمېر امنيتي او دفاعي سرتېرو سره د ليدنې په مهال د چا د نوم له يادولو پرته وويل، د دغې ډلې ملاتړي پېژندل شوي دي.
دوستم زياته كړه، په جوزجان كې د داعشيانو د فعاليت او د هغوى د ملاتړو په تړاو يې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره هم خبرې كړي او له طالبانو سره د سولې هوكړې له ترلاسه كېدو وروسته د داعش ډلې د را څرګندېدو په اړه يې ورسره خپله اندېښنه شريكه كړې ده.
د جوزجان امنيه قوماندان عبدالواحد وجدان هم په درزاب ولسوالۍ كې د داعشيانو پټ فعاليت تاييدوي، خو وايي، دوى په رسمي توګه هلته د موجوديت اعلان نه دى كړى.
دا په داسې حال كې ده، چې روسيې تل د افغانستان په شمالي ولايتونو كې د داعش ډلې د حضور په تړاو اندېښنه څرګنده كړې او ويلي يې دي، چې د دې ډلې جنګيالي په يادو ولايتونو كې د ځاى پر ځاى كېدو په حال كې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA