ads

جمهور رئيس غني له حامد كرزي سره وكتل

د هېواد اوسنى او مخكېنى جمهور رئيسان وايي، د افغانستان خلك د سولې او اوربند په اړه ورته نظر لري. ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د اختر مباركۍ په هدف د مخكېني جمهور رئيس حامد كرزي كور ته ورغى. د سرچينې په […]

نویسنده: hewadpal
17 غبرګولی 1398
جمهور رئيس غني له حامد كرزي سره وكتل

د هېواد اوسنى او مخكېنى جمهور رئيسان وايي، د افغانستان خلك د سولې او اوربند په اړه ورته نظر لري.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د اختر مباركۍ په هدف د مخكېني جمهور رئيس حامد كرزي كور ته ورغى.
د سرچينې په وينا، دواړو لورو په هېواد كې د سولې پر ټينګښت خبرې وكړې او د هغې د لاسته راوړلو لپاره يې د دعا لاسونه لپه كړل.
د يادونې وړ ده، چې د سولې موضوع د حامد كرزي د واكمنۍ له وخته مطرح شوې او د لويې جرګې د پرېكړې له مخې، په دې برخه كې د سولې عالي شورا خپل فعاليت پيل كړ.
د افغانستان حكومت تر دا مهاله نه دى توانېدلى، چې طالبانو ته قناعت وركړي، ترڅو ورسره مخامخ مذاكراتو ته حاضر شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA