د غزني ولايتي چارواكي وايي، د افغان ځواكونو د ګډو عملياتو په پايله كې د دې ولايت خواجه عمري ولسوالي په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه پاكه شوه.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د ولايت د مركز د شاوخوا ولسواليو د بېرته نيولو لړۍ په دوام امنيتي سرتېرو د كومانډو ځواكونو په مشرۍ تېره شپه د خواجه عمري ولسوالۍ د تصفيه كولو عمليات پيل كړل.
د هغه په وينا، دا ولسوالي نن سهار شاوخوا نهه بجې په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاكه شوه.
نوري زياته كړه، د يادو عملياتو په مهال دوه لنډې نښتې وشوې، چې په كې امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى او د طالبانو د مرګ ژوبلې په تړاو يې معلومات نه دي ترلاسه كړي.
افغان ځواكونه تېر كال پر غزني ښار د طالبانو له بريد سره هممهاله له خواجه عمري ولسوالۍ ووتل.
دا ولسوالي نېږدې يو كال وړاندې د طالبانو په لاس سقوط شوې وه.
وسله والو طالبانو تراوسه د دوى له كنټروله د خواجه عمري ولسوالۍ د وتلو په اړه تبصره نه ده كړې.


