امنيتي ځواكونو په كابل كې د كوچني اختر په شپو او ورځو كې د خوښۍ ډزو په تړاو له ۲۰ زيات كسان نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت مخكې په اختر كې د پټاقيو او پلاستيكي وسلو پر پېر او پلور او همدارنګه د خوښۍ پر ډزو بنديز ولګاوه او پوليسو ته يې امر وكړ، چې سرغړوونكي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
پر دې سربېره هم د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې د پټاقيو او هوايي ډزو غږونه واورېدل شول.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، د ماشومانو په ګډون له ۱۲۰ زيات كسان تر تعقيب لاندې ونيول شول.
هغه نن كليد ته وويل، د خوښۍ ډزو په تور څه باندې ۲۰ كسان له خپلو وسلو سره يو ځاى ونيول او همدارنګه له ۱۰۰ زيات ماشومان له پټاقيو د ګټې اخيستنې له كبله امنيتي حوزو ته ولېږدول شول او د هغوى په حضور كې يې له كورنيو د دې كار د بياځلي نه ترسره كېدو ژمنې واخيستل شوې.
د يادونې وړ ده، چې هر كال د اختر په شپو او ورځو كې د خوښۍ ډزو او له پټاقيو د استفادې په ترڅ كې لسګونه افغانان ټپيان كېږي او ځينې يې خپل ژوند له لاسه وركوي.


