په فارياب كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۸۳ بنديان خوشې شول.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات تېره شپه افغان كومانډو ځواكونو د قيصار ولسوالۍ په شاخ سيمه كې د طالبانو پر يوه پټ زندان ترسره كړل.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو ۵۱ امنيتي سرتېري او ملكي وګړي له بنده ازاد كړل او همدارنګه يې ۲۰ طالبان، اته بهرني اتباع او څلور د داعش ډلې غړي، چې د بنديانو په منځ كې موجود وو، ونيول.
په خبرپاڼه كې راغلي، د كومانډو ځواكونو د يادو عملياتو په مهال درې طالبان وژل شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


